د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ميرويس اشرف د غوراوي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو؛ له هغې وروسته چې حامد شينواری د اجرايوي رييس په توګه له دندې لرې او پر ځای يې نصیب الله حقاني وټاکل شو؛ کرکټ يې له خورا سختو انديښنو سره مخ کړ. اندیښنې دا وې چې ښايي کرکټ بورډ هم غير مسلکي اشخاصو لاس ته وغورځيږي.

تازه ښه خبر دادی چې د کرکټ يو تن تکړه او با استعداده لوبغاړی ميرويس اشرف د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.

دا ټاکنه په داسې مهال کيږي چې افغانستان کرکټ بورډ له لورې د راتلونکې نړيوال جام لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور شو؛ له ياد نوملړ سره سم راشد خان له کپتانۍ استعفا ورکړه؛ خو وروسته کرکټ بورډ خبر خپور کړ چې ياد نوملړ د تغير وړ دي او ښايي پکې تغييرات راشي.

د افغانستان کرکټ لا هم په يو سخت او پيچلي حالت کې قرار لري چې برخليک يې لا تراوسه څرګند ندی؛ ښايي نړيوال جام کې هم افغان لوبډلې ته په مشروط ډول د لوبیدو اجازه ورکړل شي.

By admin

Leave a Reply