پنځلس ورځې وروسته به د کرکټ شل اوريز نړيوال جام پيليږي؛ خو لا هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې کابل کې دي او د نړيوال جام په موخه اماراتو ته ندي تللي.

اوس پوښتنه دادی چې ولې افغان لوبغاړې سره له دې چې ددوی د ويزو ستونزه حل شوې لا هم په کابل کې دي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ويلی شو چې تراوسه هیڅ لوبغاړی لا مطمئن ندی چې په نړيوال جام کې به ولوبیږي او کنه؛ ځکه کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي څو موده وړاندې ويلي وو چې په اعلان شوي سکواډ کې تغير راتللی شي او دا سکواډ نهايي سکواډ ندی.

د وروستي اعلان شوي نوملړ وروسته د عزيزالله فضلي او راشد خان ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوې چې له امله راشد خان له کپتانۍ استعفاء وکړه؛ خو ښايي د کرکټ ملي لوبډلې په نوملړ کې ژور بدلون راشي.

By admin

Leave a Reply