له هغې وروسته چې يوې هندي کمپنۍ له افغان لوبډلې سره د راتلونکې شل اوريز نړيوال جام لپاره د مالي ملاتړ څخه لاس واخيست اوس تازه د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي ويلي چې د نړيوال جام لپاره يې مالي ملاتړ پيداکړی.

عزيزالله فضلی وايي چې يو افغان سوداګر ژمنه کړې چې په راتلونکې نړيوال جام کې به په ۴۵۰ زره امريکايي ډالرو د افغانستان ملي لوبډلې ننګه کوي‌. هغه وايي چې ددغه قرارداد کارونه بشپړ شوي او ژر به يې اعلان کړي.

نوموړي په ډاګه د کوم سوداګر نوم ندی ياد کړئ؛ دا پداسې حال کې دی چې تيره اونۍ يو هندي شرکت له هغې وروسته چې په افغان کرکټ بورډ کې تغيرات راغلل خپل تړون لغوه کړ.

ټاکل شوې روانه چهارشنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله لومړی قطر او وروسته اماراتو ته د نړيوال جام په موخه سفر وکړي، خو لا هم کرکټ بورډ نهايي نوملړ ندی اعلان کړی.

By admin

Leave a Reply