کرکټ بورډ عظمت الله عمرزی د روان شل اوريز نړيوال جام لپاره غوره نه نکړ؛ کرکټ بورډ يې لامل د هغه انفيټ کيدل يادوي؛ په داسې حال کې چې ځوان عظمت الله عمرزی له هيواده لرې د نيپال په غوره ليګ کې حيرانوونکې او په زړه پورې لوبې ترسره کوي.

نوموړی د نيپال په غوره ليګ کې هم په بالینګ او هم په بيټينګ کې ډيرې په زړه پورې لوبې ترسره کړي؛ د يوې قوي سرچينې په باور عظمت الله عمرزی هم په هغه ليست کې شامل وو چې راشد خان يې د انتخاب غوښتنه کړې وه؛ خو کرکټ ددې پرځای چې هغه نوملړ ومني راشد خان يې له کپتانۍ استعفا ته مجبور کړ.

د افغانستان کرکټ په ډير يو سخت او پيچلي پړاو کې قرار لري؛ له يوې خوا افغان لوبغاړې له ذهني فشار سره مخ او له بلې خوا نړيوال جام ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې خو لا هم ملي لوبډلې اماراتو ته سفر ندی کړی.

By admin

Leave a Reply