دلته مونږ تاسې ته هغه هیوادونه واضح کوو کوم چې د ښځو په پرتله د نارینؤ شمیر زیات شتون لري.

1- ناروې

ناروې یو نسبتاً کوچنی هیواد ده، د نارینؤ شمیر د ښځو په پرتله 1200000 څخه ډیر دی.
یعنې په ناروې کې ښځې کمې او سړي زیات دي.

2- آیسلنډ

په آیسلنډ کې په اوسط ډول په سلو کې (%94) نارينه دي، د ایسلنډ حکومت دا پریکړه وکړه چې باید لا بهر هیوادونو څخه ایسلینډ هیواد ته ښځې را داخلې کړو، همدا وه چې په آیسلنډ کې بهرنۍ ښځې مخ پر زیاتېدو شوې.

3- کاناډا

په کاناډا کې، د نارینؤ شمیر د ښځو په پرتله 250،000 څخه زیات دی. دغه شمیر زیات ولی  اصلې لامل دا دی چې کاناډایې ښځې په نورو هیوادونو کې کار کوي او غواړې چې هلته پاتې شي.
او هلته ژوند مخته یواسي او واده وکړي نو ځکه په کاناډا کې د سړیو شمېر زیات ده

4- قبرس

سربیره پر دې قبرس ته د کډوالو زیات ننوتل  په دې هیواد کې د ښځو شمېر د نارینؤ په پرتله لا تر اوسه ټيټ دی یعنې دلته ښځې هم په کمه اندازه موندل کیږي.

5-چین

د نړۍ په ډیر نفوس لرونکو هیوادونو کې چین هم دې ښځو په پرتله د نارینؤ شمیر (34) میلیونو څخه نور هم زیات دی یعنې چین کې سړي زیات دي.

6- ایټالیا

ایټالوي میرمنې لږ تر لږه په کور کې دي او ډیری یې د کور څخه بهر کار کوي همدارنګه ځوانې ښځې د کار او مطالعې لپاره نورو هیوادونو ته سفر کوي  نو ايټالیا کې هم ښځې کمې دي

7- سویډن

په دې هیواد کې د جنسیت شتون اکثراً د مهاجرینو او کډوالو سیلابونو له امله دی چې په دې وروستیو کلونو کې دې هیواد ته راغلي دي د حکومتي ارقامو پر بنسټ په دغه هیواد کې د نارینو شمېر اوس مهال د ښځو په پرتله 1500000 ډیر دی.

By admin

Leave a Reply