د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سرسخت مينوال رحيم صديقي وايي چې په ۱۶ د اکتوبر به له نيوزيلينډ څخه د افغانستان ‌ملي لوبډلې د تشويق په موخه اماراتو ته لاړ شي.

رحيم صديقي په دې سختو حالاتو کې افغان لوبډله زمونږ او تاسو ملاتړ ته سخت ضرورت لري په هر حال بايد د افغان لوبډلې ملاتړ وشي. رحيمي صدیقي زیاتوي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د افغانانو پر خوله باندې هميشه موسکا راوستلې.

رحيم صديقي له ټولو افغانانو غوښتي که په داخل د هيواد کې دي او يا له هيواده بهر بايد په سوشل ميډيا د افغانستان لوبډلې ملاتړ وکړي. هغه وايي چې شحصا خپله به اتلس ساعته پرواز ولري؛ او هغوی چې تيار په اماراتو کې اوسيږي هغوی بايد لوبغالې ته د لوبغاړو د ملاتړ لپاره ورشي.

رحيم صديقي همداراز زياته کړې چې د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره هغه خپل ټول بيزنس او کورنۍ پريږدي او اماراتو ته به د لوبغاړو د ملاتړ په پار ورشي. نوموړي ويلې چې د ملي لوبغاړو ملاتړ مثبته انرژي راکوي.

By admin

Leave a Reply