د نيپال په اوريسټ ليګ کې د افغان مخکښ توپ وهونکې رحمان الله ګربز سفر پای ته ورسېده؛ نوموړی په نيپال اوريسټ ليګ کې د کتمنډو کينګ لوبډلې په ګټه لوبيده؛ رحمان الله ګربز پر خپلې فسبوک پاڼې لیکلي چې له ياد ليګ سره يې خدای په اماني وکړه.

په نيپال اوريسټ ليګ کې د کتمنډو لوبډله دوهم راونډ ته کواليفای وکړه؛ خو رحمان ګربز ويلي ددې لپاره چې هيواد او خپله لوبډله را باندې حق لرې نو همدې لپاره نور په دې ليګ کې نشم پاتې کیدای د نړيوال جام لپاره د لا زياتو تمريناتو په خاطر له خپلې لوبډلې کتمنډو کلب سره خدای په اماني کوم.

رحمان الله ګربز په خپل فسبوک داسې ليکلي:
ګرانو مينوالو ما خپل د نيپال اوريسټ ليګ سفر پاى ته ورسولو
دا چې زمونږ کتمندو کينګ لوبډلې دوهم راونډ ته کواليفاى وکړه خوشاله شوم خو دا چې تر هرڅه وړاندې مونږ خپلې لوبډلې ته حق اوليت ورکړى وي نو د ياد کلب سره پاتې لوبې نشم کولى او وموغوښتل چې نړيوال جام ته د لا زياتو تمريناتو لپاره په اماراتو کې تمرين وکړم او شپږ ورځې قرنتين زر خلاص کړم او زر د تمرين اجازه ولرم
او باور لرم چې زمونږ تيم به په نړيوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي او خپل دردېدلي ولس ته به خوشالۍ ورکړي.
هيوادوالو! خپل ټيم تشويق کړئ او په دوعاګانو کې يي ياد وساتئ!

رحمان الله ګربز د افغانستان ملي لوبډلې غوره توپ وهونکی او ویکټ ساتوونکی دی

By admin

Leave a Reply