د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ورځ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه؛ دا په داسې حال کې دی چې لا هم د نړيوال جام لپاره نوملړ ندی نهايي شوی.

له نن دولس ورځې وروسته به نړيوال جام په اماراتو کې پيل شي؛ او افغان لوبډله به د قطر وروسته ياد هيواد په لورې وخوځيږي.

د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي د لوبغاړو سره د مخه ښې پر مهال وويل چې لوبغاړې د نړیوال جام لپاره پوره چمتوالې سره روان دي؛ دغه ۲۲ کسيزه لوبډله کې د هيواد پخوانيو لوبغاړو هم شتون درلود؛ چې د هغې له جملی حميد حسن او شاپور ځدراڼ د يادولو وړ دي.

افغان لوبډله پر داسې مهال د نړيوال جام په موخه له هيواده ځي چې د نوملړ پر سر د راشدخان او عزيز الله فضلي ترمنځ لفظي شخړه راپورته شوې وه او له کبله يې راشد خان له کپتانۍ هم استعفا ورکړه.

By admin

Leave a Reply