د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړې ارواښاد نجیب الله ترکي د مړينې يو کال پوره شو؛ نن د ارواښاد نجیب الله ترکي لومړنی تلين دی.
ارواښاد نجیب الله ترکی تېر کال د ۱۳۹۹ د تلې ۱۵ مه ډ اکټوبر ۶مه د يوې ترافيکي پيښې له امله په جلال اباد کې وفات شو.

ارواښاد نجيب الله ترکی په ۲۰۱۴ ز کال کې افغان لوبډلې ته راغی؛ چې يوه ورځنۍ او ۱۲ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې وکړې.

نجیب الله ترکی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری وو؛ نوموړی د افغانستان ملي لوبډلې پيليز توپ وهونکی وو؛ خو کرکټ بورډ نوموړی تر ډيرې مودې له کرکټ نه محروم وساته.

ارواښاد نجیب الله ترکی په داسې مهال د ترافيکې پيښې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له هغې وړاندې د يوې لوبې پرمهال سخت ټپي شوی وو.
اروا يې ښاده او پر ګور وې نور!

By admin

Leave a Reply