د افغانستان کرکټ ټیم لوبغاړو د اماراتو ویزې تر لاسه کړې د دوی لپاره بل ښه خبر دا دی چې د ټولو لوبغاړو کوم چې اماراتو ته تللي دي د کرونا ویروس نتیجه هم منفي راوتلې ده. په قطر کې د بور‌‌‌‌‌‌ډ ځينو مسئولینو راته وویل چې لوبغاړي به هلته د یکشنبې ورځې پورې به تمرین کوي. دغوراوي کمېټه، روزونکی او کپتان به بیا د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کوي. د کرکټ د نړیوالې شورا د مهالوېش په اساس، افغانستان باید د شنبې په ورځ اماراتو ته حرکت وکړي.
وبه ګورو چې څنګه لوبغاړي غوره کیږي او کله ځي؟
ویل کیږي چې قطر افغانستان ته د کرکټ یو میدان هم ورکړی، دا هم ښه خبر دی.
البته ٢٢ لوبغاړي او ځينې اداري مسئولین پرون له کابل څخه قطر ته ولاړل. ویل کیږي چې ټول لوبغاړې په يوې ودانۍ کې دي،شاید هوټل ته ولاړ شي.

By admin

Leave a Reply