دلته به تاسې ته د شپاړس ډوله میوو ګټې وړاندې شي کوم چې تاسې به حیران کړي.

(۱)  شفتالو: د بدن حرارت سموي او د بدن څخه د هر ډول زهریات باسي.
(۲) آم: مثانې ته طاقت ورکوي.
(۳) انار: د ځیګر درد لیري کوي خوا ګرځیده کموي او زوړ زکام او ریزش لرې کوي.
(۴) سیب: فولاد لري زړه ته قوت ورکوي البته هغه څوګ چې د پښتورګي  ډبرې او درد لري باید سیب ونه خوري او پرهیز ځیني وکړي.
(۵) خرما: د بدن خارش لرې کوي او دماغو ته قوت ورکوي
(۶) لیمبو: د بدن وینه زیاتوي تنده کموي سستي او لټي لرې کوي، د بدن مالګه پوره کوي پر بدن باندې تور داغونه او بدرنګه ټپونه لرې کوي مکروبي زهریات د بدن خصوصاً د کولمو څخه اوباسي او د تبې اثرات لرې کوي.
(۷) امرت: د قبض شکایت لرې کوي معیدې او سږو ته ډیره ګټه رسوي.
(۸) آلوچه: دستونه دروي هاضمه سموي او لیمبو په شان د بدن مالګه پوره کوي.
(۹) انګور صفا او تازه وینه زیاتوي پښتورګي او مثانه پاکوي د سترګو دید زیاتوي او بدن زړه او پخوانۍ ګرمي باسي.
(۱۰) توت قبض ختموي د بدن ګرمي باسي په بدن کې مختلفې مکروبي ناروغۍ له منځه وړي او معیدې ته بې حسابه ګټه رسوي.
(۱۱) انځر: بدن ته وده ورکوي صفا وینه پيدا کوي اولوږه ختموي یعنې سړی مړوي.
(۱۲) هندواڼه: بولې او پښتورګي صفا کوي بدن تازه کوي او د بدن ګرمي باسي.
(۱۳) خټکی: مثانه او پښتورګي پاکوي البته ریزشي میوه دی او د شکري په ناروغۍ اخته کسان ته ډیره زیات توان لري.
(۱۴) ګنی: د معیدې ځیګر او د مثانې ګرمي باسي بولې صفا کوي او لټي ختموي.
(۱۵) مالټه: د بدن ګرمي باسي او پیچس لرې کوي د سترګو نور زیاتوي بدن ښایسته او تر و تازه کوي.
(۱۶) کېله: لوږه ختموي قبض لرې کوي او د دایمي زکام ختموي د بدن خارش ختموي او کولمو ته ګټه رسوي.
(تمدن خبري اژانس)

By admin

Leave a Reply