د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې افسر ځاځي له هغې وروسته خفګان څرګند کړ او د اعلان شوي نوملړ په مقابل کې يې غبرګون ښکاره کړ. چې کرکټ بورډ د شل اوريز نړيوال جام لپاره ۱۵ کسيز نوملړ خپور کړ.
افسر ځاځي په خپله فسبوک پاڼه ليکلي په افغانستان کې زور ډير ښه شی دی؛ د افسر ځاځي دغه غبرګون ته په کمينټونو کې د کرکټ مينوالو ډيرې بدې ردې ويلي ځکه د رحمان الله ګربز او د شهزاد محمدي په شتون کې لا هم نوموړی په نړيوال جام کې ځان لوبيدل غواړي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن د محمد نبي تر مشرۍ لاندې ۱۵ کسيز نوملړ خپور کړ. چې ياد نوملړ کې شامل لوبغاړې هر يو: محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان، شهزاد محمدي، حميد حسن، رحمان الله ګربز، حشمت الله شاهدي، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، کريم جنت، ګلبدين نايب، مجيب الرحمن ځدراڼ، فريد احمد مالک، نجيب الله ځدراڼ او نوین الحق شامل دي؛ ددوی پرته څلور نور لوبغاړې په اضافي يا ريزرف لوبغاړو کې اعلان شوي چې سمیع الله شینواری، فضل الحق فاروقي، دولت ځدراڼ او شرف الدين اشرف دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په داسې حال کې د نړيوال جام لپاره وروستی نوملړ خپور کړ چې ياد جام ته يوازې اووه ورځې پاتې او افغانستان ملي لوبډله به لومړنی لوبه په ۲۵ د اکتوبر ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ د بريا په هيله

By admin

Leave a Reply