د افغانستان کرکټ بورډ نن دا نړيوال جام لپاره نهايي يا ورستی پنځلس کسيز نوملړ اعلان کړو.
د ياد نوملړ له اعلان وروسته ځينو لوبغاړو پر خپلو اکونټونو بيلابيل غبرګونونه ښودلي، افسر ځاځي د ياد نوملړ په غبرګون کې خواشيني ښودلې او د ګيلې په ډول يې په خپل فسبوک پاڼه ليکلي افغانستان کې زور ښه شی دی؛ د نوموړي څرګندونې پر داسې مهال دي چې لا وړاندې په افغان لوبډله کې دوه مخکښ توپ وهونکې او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي او رحمان الله ګربز شتون لري.

بلخوا بیا شاپور ځدراڼ هم د تورې پردې تصوير په خپرولو سره خواشيني څرګنده کړې او په ياد تصوير ښکاره کوم څه ندی ليکلي.

اکرام عليخيل هم په خپله فسبوک ډ لوبغاړو د ملاتړ په پار پوسټ کړی او د بريا دعا يې کړې.
خو همزه هوتک او غمي ځدراڼ بيا نړيوال جام کې له ملي لوبډلې خپل ملاتړ څرګند کړی او له خپلو يې دبریا لپاره ددعا غوښتنه کړې.
غمي ځدراڼ په خپل فيسبوک پاڼه نړيوال جام ته د نهايي نوملړ انځور خپور کړى ده او ورسره ليکلي يې دي  (د ملي اتلانو وروستی ۱۵ کسیز نوملړ د ۲۰۲۱ شل اوریز نړیوال جام لپاره.
خپل ملي اتلان په دعاکانو کې مه هیروی.)
همزه هوتک هم ملي لوبډلې څخه ملاتړ په پار څرګندونې کړي او دوعاګانو غوښتنه يي کړې ده، نوموړي ليکلي دي( زه په راتلونکې نړیوال جام کې زموږ ملي اتلانو ته دعا کوم)
خو ځينو ملي لوبغاړو چې په لومړني شل کسيز نوملړ کې شامل ول، او اوس ورڅخه ليرې شوي دي، څه نه دي ويلي.
افغانستان کرکټ بورډ په تازه اعلان شوى نوملړ کې محمد نبي، حضرت ځاځی، عثمان غنىدي، شهزاد محمدي، رحمان الله ګربز، حشمت الله شاهدي، اضغر افغان، ګلبدين نايب، نجيب ځدراڼ کريم جنت، راشد خان، مجيب الرحمن، حميد حسن، فريد ملک، او نوين الحق شامل دي.

By admin

Leave a Reply