دا کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) له 2007 کال راهيسي هر دوه کاله وروسته شل اوريز نړيوال جام ترسره کوي، لکن 2016 کال وروسته دغه جام د ځينو ستونزو له امله ترسره نه شو، او تير کال چى پلان شوى وه، کرونا له امله وځنډول شو.

دغه نړيوال جام به د روانې مياشتې په 17م نيټه په متحده عربي اماراتو او عمان په کوربتوب شروع شي، چى نړۍ شپاړس لوبډلې به پکې ولوبيږي.

اوس تازه د کرکټ نړيوالې شورا ګټونکې لوبډلې ته جايزه اعلان کړه. کرکټ نړيواله شورا وايي چى روان کال شل اوريز جام ګټونكې لوبډلې ته به 1,6 ميليونه امريكې ډالر جايز ورکول کيږي، او فاينل يا بایلونکې لوبډلى ته به 800 زره امريكايې ډالر ورکول کيږي‌.

نيمه پاى لوبه يا سيمه فاينل بايلونکو لوبډلو ته به 400 زره امريكايې ډالر جايز ورکول کيږي، او پاتې دولسو لوبډلو ته به 5,6 ميليون ډالر په شريک ورکول کيږي.

نړيوال جام په دوه مرحلو کې ترسره کيږي چى لومړى مرحله کې اته لوبډلې ګډون کوي، او څلور لوبډلې به دوهمې مرحلې ته لاره پيدا کړې، او څلور لوبډلې به خپلو کورونو ته رخصت کړل شي، دغو څلورو لوبډلو ته به 70000 زر امريكې ډالر ورکول شي.

او په سوپر دولس پړاو کى بيا هرې لوبډلى ته بونس ورکول کيږي، چي په يوې لوبې ګټلو سره 40000 زره امريكايې ډالر ورکول کيږي.

افغانستان نړيوال جام سوپر ليګ يا دولسو قوي لوبډلو ته مخکې له مخکې لاره پيدا کړې ده.

افغانستان به نړيوال جام کې لومړۍ لوبه د روانې مياشتې په 25 له لومړي پړاو څخه راتلونكې لومړي مقام لرونکې لوبډلې سره ترسره کړي، او دوهم لوبه په 29 اکتوبر له پاکستان سره وکړي.

دريمه لوبه به په 31م اکتوبر له لومړۍ پړاو راتلونكې دوهم مقام راتلونكې لوبډلې سره ترسره کړي، په دريم دا نومبر په څلورمه لوبه هندوستان سره ترسره کړي، او ورستى لوبه به په اووم د نومبر له نيوزيلينډ سره ترسره کړي.

دافغانستان د بريا په هيله

By admin

Leave a Reply