له هغې وروسته چې کرکټ بورډ د نړيوال جام لپاره وروستی يا نهايي نوملړ خپور کړ؛ د کرکټ د ځينو مينوالو له سخت غبرګون سره مخ شو؛ خو د کرکټ يو تکړه مبصر جعفر هاند بيا په خپله فسبوک پاڼه داسې ليکلي:

شک نشته چې د ۲۰اوریز نړیوال جام لپاره د ځینو غوره شویو لوبغاړو په اړه د نیوکې او انتقاد ځای شته، خو په عمومي ډول لوبغاړي (نوملړ/سکواډ) د ډېرو مجربو، متوسط مجربو او نویو ځوانانو  څخه جوړ دی. همدغه کار د افغانستان لوبډله متوازنه، قوي او ثابته ساتلای شي.
محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان، ګلبدین نايب، شهزاد محمدي، نجیب ځدراڼ او حمید حسن د نورو لوبغاړو په پرتله خورا مجرب دي. راشد او نبي د نړۍ شل اوریز لیګونه لوبوي او د دغه فارمټ متخصصین بلل کیږي. د دوی موجودیت د افغانستان د لوبډلې قوت دی.
مجیب الرحمن، نوین الحق، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، حشمت الله شهیدي او کریم جنت بیا هغه ځوان لوبغاړي‌ دي چې شاید په لومړي ځل په شل اوریزو لوبو کې ګډون کوي. په دوی کې به په حضرت او ګربز د افغانستان بېټېنګ ډېر تکیه وي او مجیب او نوین بیا دوه هغه بالران دي چې د شل اوریزو لوبو خورا ډېرې تجربې لري او په مسلسل ډول ښه ځلیږي.
د تل په څېر به د افغانستان د قوت برخه ورو توپ‌ اچوونه وي.
د دغه سکواډ تر نیمایي زیات لوبغاړي په مسلسل ډول د نړۍ په قوي لیګونو کې، د قوي لوبغاړو سره او د قوي لوبغاړو په خلاف لوبیږي او ځلیږي، د دوی تجربې باید په نړیوال جام کې رنګ راوړي. راشد، نبي، مجیب، نوین، نجیب، حضرت، ګربز، کریم او شهزاد د کرونا ویروس د قرنطین او بندیزو په وختونو کې هم نړیوالو لیګونو کې لوبې وکړې. د دوی په موجودیت کې د افغانستان ماتې ښايي ډېرو افغان مینه والو ته د منلو نه وي او نباید وي. راشد چې ویلي: «کله چې افغانستان نړیوال جام وګاټه، زه بیا واده کوم،» دا خبره یې بې څه نه ده کړې.
مبالغه یې مه ګڼئ، که لوبډله ښه غوره شي او  اتفاق او صداقت وي، افغانستان په نړیوال جام کې د قوي‌ لوبډلو د ماتولو او سیمي‌ فاینل ته د وتلو توان لري. افغانستان په شل اوریزو لوبو کې قوي‌ لوبډله ده چې د ډېرو هېوادونو سترګې ترې سوځي. توکل په خدای!

By admin

Leave a Reply