د افغانستان کرکټ په اړه تازه خبرونه چې په رسنيو کې لاس په لاس کيږي په لاندې ډول دي:

۱:- د افغان لوبغاړو د ویزې ستونزه حل شوې او ټولو لوبغاړو ته ویزې ورکړل شوې او تمه ده ملي لوبډله نن یا هم سبا متحده عربي اماراتو ته لاړه شي.

۲:- افغانستان به ډیر ژر خپل کورنۍ کرکټ لوبغالی چې د مالوماتو له مخې قطر هېواد کې دی اعلان کړي او په دې اړه هوکړه هم شوې ده.

۳:- د ملي لوبډلې لپاره په نړیوال جام کې په لفظي ډول د سپانسر مسله حل شوې او خبره صرف رسمیاتو ته پاتي ده.

۴:- د ملي لوبډلې د نړیوال جام لباس هم د یوه تړون له مخې د محمد نبي کمپنۍ له لورې چمتو شوې چې ډیر ژر به رسنیز شي.

۴:- د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ تفاهم رامنځته شوی او اسټرالیا کرکټ به هم د افغانستان په اړه ډیر ژر خپل دریځ روښانه کړي.

۵:- په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د بیرغ او ملي سرود مسله حل ده او په دغې برخه کې هیڅ ډول تشویش نشته او  دمالوماتو له مخې ملي لوبډله به له درې رنګه بیرغ سره لوبه کوي.

۶:- په کرکټ بورډ کې سرچینې وایي چې د لوبغاړو دمدیریت سیستم (AMS)د پخوانۍ ادارې له لورې حتا جوړ شوی هم نه دی او دوي هڅه کوي که جوړ شوی وي تر څو یې پیدا کړي، خو تراوسه په دې کار نه دې توانیدلي.

By admin

Leave a Reply