د کرکټ نړيواله شورا به د روان شل اوريزه نړیوال جام وارم اپ میچونه په ژوندۍ بڼه په تلویزیون خپاره کړي.
افغانستان به د نړيوال جام وارم اپ يا تمريناتو په لړ کې لومړنی لوبه د روانې اکتوبر مياشتې په 18م د جنوبي افريقا سره او په  20م د اکتوبر به د ويسټ انډيز سره ترسره کړي، چى دواړه لوبې به په تلويزيون باندې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د يادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د نړيوال جام لوبې ملي سپورټ په ژوندۍ او قانوني ډول خپروي.
ډیزني+ هوټ سټار به په متحده ایالاتو کې د شل اوريز نړیوال جام  وارم اپ میچونه نشر کړي، پداسې حال کې چې سټار سپورټس په هند  کې د شل اوريز نړیوال جام وارم اپ میچ ژوندۍ پوښښ خپروي.

د فاکس سپورټس او فوکسټیل اپلیکیشن د شل اوريز نړیوال جام  وارم اپ میچونه په آسټرالیا کې په ژوندۍ بڼه خپروي ، سکای سپورټس او سکای ګو ایپ په انګلستان کې د شل اوريزه نړیوال جام  وارم اپ میچونو په ژوندۍ بڼه نشروي،  PTV سپورټس او جیو سوپر به په پاکستان کې د ټورنمنټ ټولې تمریناتي سیالۍ نشر کړي. د آی سي سي د نارینه وو شل اوریز نړیوال جام به د اکتوبر له 17 څخه د نومبر تر 14 پورې دوام وکړى.

By admin

Leave a Reply