نن په متحده عربي اماراتو کې دا اسيا هيوادونو کرکټ بورډنو ترمنځ غونډ وشوه.

په دغه غونډ کې هندوستان، پاکستان او افغانستان کرکټ بورډ په ګډون ټولو اسيا کرکټ بورډنو رئيسانو ګډون درلود.

په دې غونډه کې داسې پريکړه وشوه چې د‌ 2022 اسيا جام به په سريلانکا او د 2023 اسیا جام هغه به په پاکستان کې وشي،

اسيا جام چې تیر او سږ کال د کرونا له امله لغوه شو، نو اوس اسيايي کرکټ شورا پلان لري، چې راتلونکو دوه کالونو کې پرلاپسې دا سيريلانكا او پاکستان په کوربتوب ترسره کړي.

د دې پرېکړې وروسته د هند کرکټ بورډ مشر سارؤ ګنګولي د پاکستان د بورډ مشر رميز راجا ته د اي پي ايل د پايلوبې ته د راتللو بلنه ورکړه او غونډه پای ته ورسېده!
افغانستان لپاره په دې ناسته کې هيڅ مهمه خبره نه ده شوې.

By admin

Leave a Reply