کله‌ چې محمد نبي کپتان شو هغه په لومړي ځل په خپلو رسمي خبرو کې وویل چې افغان لوبډله یې «فوق العاده»‌ ده او هیله باور لري چې په نړیوال جام کې «تر پای پورې» ولوبیږي. محمد نبي ونه ویل چې له « پای» څخه یې هدف پایلوبه ده، که نیمه پایلوبه. نبي دا هم وویل چې کپتاني یوه سخته دنده دی خو خوشحاله و چې دا ځل په نړیوال جام کې د کپتان په توګه لوبیږي. نبي وايي چې په لوبډله کې یې یو شمېر لوبغاړي تجارتي لیګونه لوبولي او د اماراتو له اب او هوا سره هم ښه بلد دي اوهیله ده چې «افغانستان ښه ولوبېږي او بریا لاسته راوړي». هغه په سکواډ کې د حمید حسن موجودیت هم ښه وګاڼه او د راشد خان، مجیب الرحمن او خپل ځان موجودیت یې د افغان لوبډلې یو قوت وباله.
د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ د یکشبنې په ورځ پیلیږي.

By admin

Leave a Reply