د افغانستان کرکټ ملى لوبډله د تيرې چهار شنبې په ورځ ناوخته متحده عربي اماراتو ته ورسيده. اوس پوښتنه دادی چې افغان لوبډله به وشي کولی چې د روانې دوشنبې په ورځ له جنوبي افريقا سره تمريناتي لوبه ترسره کړي؟

د کرکټ نړيوالې شورا له لورې لا هم د کرونا د مخنيوي په خاطر ځيني محدوديتونه شته. چې د هغې له جملې يو محدوديت هم دادی چې هره لوبډله بايد عربي اماراتو ته تللو سره هلته شپږ ورځنى قرنطين وکړي.

که چيرته افغان لوبډله شپږ ورځنې قرانطين وکړي، نو ښايي افغان لوبډله د قرنطين په موده کې ياده لوبه ميس يا ضايع کړي؛ خو د بورډ چارواکې وايي افغان لوبغاړې فعلا درې ورځې قرنطين دی؛ او که د کرونا پايلې يې منفي را ووتې نو ښايي ددوی د قرنطين موده د يادې لوبې وړاندې پای ته ورسيږي او روانه دوشنبه به د جنوبي افریقا په وړاندې تمريناتي لوبه ترسره کړي.

د کرکټ نړيوال جام له نن دوه ورځې وروسته رسما په اماراتو کې پايليږي؛ او افغان لوبډله به د ياد جام لومړنی لوبه د روانې اکتوبر مياشتې په ۲۵ ترسره کړي او دوهمه لوبه به د روانې مياشتې په ۲۹ د پاکستان په وړاندې ترسره کړي.

By admin

Leave a Reply