د هند غوره ليګ د سياليو په لړ کې نن وروستۍ يا فاینل لوبه ‌د کلکتې او چينايي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه؛ چې د چينايي سوپر کينګ لوبډلې د څلورم ځل لپاره وکولی شول چې د ياد جام اتلولي خپله کړي.

د لوبې په پيل کې د لوبې پچه د کلکتې لوبډلې وګټله؛ او د بالینګ پریکړه يې ترسره کړه؛ چينايي سوپر کينګ لوبډلې د پاپ ډوپليسي په غوره توپ وهنې سره چې په ۵۹ توپونو سره يې ۸۶ منډې ترسره کړې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه. د کلکتې لوبډلې لپاره ترټولو غوره بالینګ سونيل نارين ترسره کړو چې د څلورو اورونو په ترسره کولو يې د چينايي دوه مهم لوبغاړې وسوځول.

د ياد هدف په تعقيب کې کلکتې لوبډله ونه توانيده چې د ياد جام اتلولي خپله کړي؛ دا څلورم ځل دی چې چينايي سوپر کینګ لوبډله د هند غوره لیګ سياليو اتلولي خپلوي.

د کرکټ په ډګر کې د هند غوره لیګ د نړۍ ترټولو قوي ليګ دی چې هرکال پکې لسګونه بهرني لوبغاړې لوبيږي؛ دا ځل هم د افغانستان درې مخکښ لوبغاړې د ياد ليګ برخه وو؛ چې له جملې يې محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمن د سنرايزر حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبيدل. د يادونې وړ ده چې مجيب الرحمن له دې وړاندې د پنجاب لوبډلې برخه وو.

By admin

Leave a Reply