– کله چې زه د کرکټ بورډ د رئیس په توګه وټاکل شوم، یاده اداره په زیاته اندازه منفي بودیجه کې روانه وه.
– ما د ځوانانو استعدادونو ته په پراخه اندازه لاره خلاصه کړه، او د مافیا شبکه مې په مکمله توګه ګوښه کړه.
– د ټولو لوبغاړو ترمنځ مې یووالي راوست، ترڅو د یو ټیم په توګه کار وکړي نه د بیلو ډلو په توګه.
– زما نه مخکې فټنس ، ډسپلین او کارکرده ګی په پام کې نه وه نیول شوې.
– په ملیونونه ډالر د فاسدو ادارو سره ضایع شوي لکه: سنکسر سپورټ، چې وروسته بیا ما په لندن کې له هغوی نه قضیه وګټله!
– په ځینو ولایتونو کې د ټولو لوبغالو لپاره پراختیایي پروژې پلي شوې او یا پای ته نږدې وې، لکه د شهید تره کي لوبغالی.
– ما د 300 ملیونو ډالرو په ارزښت 100 جریبه ځمکه د کابل نوي لوبغالي لپاره ترلاسه کړه. (ما شخصأ د کابل لوبغالي د ځمکي د ترلاسه کولو لپاره د فساد له پاچاهانو لکه د کابل ښاروال سلطانزوی ، ډاکټر فضلي او ډیرو نورو سره مبارزه وکړه)
– زه ډیر دې ته نږدې شوی وم چې 40 ملیونه ډالر د کابل نوي لوبغالي جوړولو لپاره کرکټ بورډ ته ترلاسه کړم.)
– زه د یوه دلیل لپاره کرکټ بورډ ته راغلی وم او هغه دا و چې ځوانانو ته خدمت وکړم، او وښیم چې څنګه یوه عامه اداره بدون له هیڅ فساد نه مخته تلای شي!
– زه دا غواړم په ډاګه کړم چې زه نه وم تښتیدلی او هیڅکله به داسي ونه کړم، ځکه چې زه په افغانستان کې زیږیدلی وم او کله چې زما وخت راشي زه به هلته مړ شم!
– په پای کې زما پر ځای بل څوک څوک وټاکل شو، پداسې حال کې چې زه متحده اماراتو ته په سفر کې وم. زما تمه دا وه چې په راتلونکي ۲۰ آوریزه نړیوال جام کې زموږ د اتلانو ترشا ودریږم او له دوی سره یو ځای خپل ګران هیواد ته ویاړ راوړم، خو اوس به زه د دوی د بریا لپاره دعا کوم او هیله به مې دا وې چې دوی یو ځل بیا خپلو هیوادوالو ته خوښۍ راوړي.

By admin

Leave a Reply