د کرکټ د ميډيا برخې پخوانی مسول حکمت حسن يو ځل بيا د کرکټ په مهمو مسايلو غږيدلی؛ هغه له دې وړاندې هم هغه مهال چې له دندې ګوښه شو د کرکټ په ځينو تخنيکي برخو غږيدلی وو؛ دده هغه خبرو هم ثابته کړې وه چې د کرکټ بورډ عزيزالله فضلي دا هرڅه په پټو سترګو روان کړي.

حکمت حسن په بورډ کې د قراردادونو په اړه داسې وايي: قراردادونه باید ډیر په دقت جوړ او له هر اړخیزې او مسلکي بیا ځلي کتلو وروسته امضا شي.

کرکټ بورډ د افغانستان غوره ليګ APL قرارداد د Snixer په نامه له یوې هندي کمپنی سره کړی و، کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د یادې کمپنی سره قراداد امضا کېده نو یو اعتراض دا وه چې سنکسر له قراداد تر امضا څو هفتې د مخه راجستر شوې وه او تجارتي کرکټ څه کوې چې په هیڅ برخه کې یې تجربه نه درلوده. په عجله او دوکه کې د ترسره شوي قراداد پایلې بیا مونږ ټولو ولیدي. خلاصه دا چې شوړو ته چل جوړ و او ستره بدنامي ترې جوړه شوه. نه يواځې بدنامي بلکه په نړيوال مارکيټ کې يې د افغانستان کرکټ ارزښت په صفر کې ضرب کړ.

مونږ په ۲۰۲۰ کال په اواخرو کې تصمیم ونیو چې له سنکسر سره لانجه ژر حلیدونکې نه ده، ځکه له یوې خوا په قراداد کې دا موافقه شوې وه که دواړو لوریو ته د قراداد په تطبیق کې څه اعتراض پیداکیږي او لانجه پیښیږي نو په انګلستان هیواد کې د  Arbitration (چې د حقوقي مسایلو د حل یوه قانوني فورم یا بڼه ده) له لارې حل کیږي. یعنې د APL لوبې په اماراتو کې ترسره کېدې خو د لانجو د حل لپاره باید د انګلستان چکر هم ووهل شي. شاید داسې توافق هم په قصدي ډول شوی و ځکه انګلستان ته چکر او بیا په بزنس کلاس کې بیل خوند لري او د هغه وخت چارواکو ته خو به چې بزنس کلاس نه و نو چیرته نه تلل.

څرنګه چې دا ټوله پروسه کې مافیا دخیله وه نو په قراداد کې بې شمیره نورې نېمګړتیاوې هم وې خو تر ټولو ستره او تاواني نېمګرټیا بیا داوه چې د دواړو لوریو لخوا دا توافق هم شوی و چې افغانستان کرکټ بورډ په هر بل نامه هیڅ شل اوریزې تجارتي سیالۍ د سنکسر له خوښې او اجازې پرته نه شي ترسره کولای. افغانستان کرکټ بورډ کولای شي یواځې شپږیزه لیګ چې له پخوا پیل شوی و په کور دننه ترسره کړي.
هماغه و چې مونږ ونشو کولای د قضیي تر ګټلو پورې یاد لیګ ترسره کړو ځکه په مارکيټ کې به چې هرچاته مراجعه وشوه نو سنکسر به له وړاندې ورته د قرارداد‌ متن ور استولی و. د قضیي ګټل هم اسانه کار نه و، زمونږ لوري هاغه ګلان کرلي و چې پوښتنه یې مه کوه.

درې ورځې وړاندې کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د حامي یا سپانسر په توګه له ‌SEDIKI Group سره د قراداد اعلان وکړ حال دا چې تراوسه پورې د قراداد لومړی مسوده یا Draft هم نه دی تیار شوی. سپانسرشیپ شروع شوی خو تراوسه پورې قرارداد نه دی جوړ شوی. د قرارداد د تکمیل لپاره اړینه هم ده چې څو څو وار یې دواړه اړخونه په دقت ولولي، تبصرې پرې تبادله شي او دواړه لوري یې د اړوندو قوانینو په تناظر کې په خورا دقت سره مرور کړي. کله چې دغه مراحل خلاص شي او دواړه لوري موافق شي بیا قراداد امضا کیږي او له هغه وروسته د عمل ساحې ته داخلیږي. دلته باید د کرکټ نړیوالې شورا ته د سپانسر په اړه چې اوس SEDIKI Group دی پوره مالومات وسپارل شي ترڅو هغوی یې سکریننګ Screening وکړي او بیا چې هغوی د عدم اعتراض جواز ورکړي نو کرکټ بورډ کولای شي قرارداد ورسره امضا کړي. په کرکټ کې د فساد د مخنیوي لپاره کرکټ نړیواله شورا د سکریننګ لپاره وخت ته اړتیا لري او دا مسایل ورته جدي دي. البته کرکټ نړیوالې شورا وار د مخه له ټولو کرکټ بورډونو غوښتي و چې د نړیوال جام له پیل یوه میاشت وړاندې باید د مالي ملاتړ په اړه ټول مالومات دوی ته وسپارل شي چې زمونږ کرکټ بورډ نه دي سپارلي. خدای دې وکړي چې کرکټ نړيواله شورا زمونږ سره د خواخوږی په پار د سکريننګ پروسه ژر خلاصه کړي.

په ۲۰۱۷ کې چې کومه شپږیزه ترسره شوه او لوبغاړي او لوبډلې په ډیر لوړ قیمت خرڅې شوې، شپږیزه نه وه خلاصه چې د لوبډلو د مالکینو او سپانسرانو لانجې د بورډ سره راپورته شوې، اخر پایله دا شوه چې هغو بهترینو کمپنو چې غوښتل یې په کرکټ باندې دوامداره سرمایه ګزاري وکړي له کرکټ زړه توري او له بورډ سره یې د ټول عمر لپاره مخه ښه وکړه.
په مارکیټنګ کې دوامداره مناسبې ګټې ته په یوځل تر ډیرې ګټې ترجیح ورکول کیږي او د یوې نړیوالې ادارې د عزت او راتلونکي لپاره په مارکیټ کې د ځای ساتلو لپاره اړینه ده چې Client خوشاله وساتل شي، اصولي برخورد ورسره وشي، بې ځایه وعدې ورنه کړل شي او په وضع شویو شرایطو پوره عمل وشي.

په جناب عزیز الله فضلي خو دا خبرې تاثیر نه کوي او اصلا شکر دی په دې خبرو یې سر هم نه خلاصیږي خو زما هیله د هغه له یو درجن سلاکارانو، سکرترانو او هغوی څخه چې ټوله ورځ ترې شا او مخته تاويږي داده چې دغه پورته مواردو ته متوجه شي. دې سړي خو یو ځل په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې داسې ګلان وکرل چې تر ننه یې خوشبويي نه خلاصیږي، دا ځل مو دې خدای پردې کوي. په کرکټ بورډ کې چیرمین ته مفشن دفتر جوړول لومړیتوب نه دی، لومړیتوب د افغانستان د کرکټ راتلونکی دی چې هر اړخ ته یې باید خاصه پاملرنه وشي.

له صدیقي ګروپ سره SEDIKI Group که کوم څوک شناخت لري نو دا خبره وروسوئ چې د قراداد اړوند پورته ذکر شویو مسایلو ته پام وکړي، هسې نه نړیوال جام به خلاص نه وی خو دوی به خپل برآت اعلان کړی وي او دا د امکان نه لرې نه ده. د افغانستان د یوه وګړي په توګه زه د دوی دغه اقدام ستایم او په راتلونکي کې د کرکت او نورو ورزشونو په برخه کې د لا ډیرو مرستو هیله ترې ساتم.

By admin

Leave a Reply