سويلي افريقا په لومړنۍ تمريناتي لوبه کې افغانستان ته په شلو اورونو کې د ۵ وکټو په سوځيدو سره  ۱۴۶ منډو هدف وټاکه؛ په داسې حال کې چې په ياده لوبه راشدخان هيڅ بالینګ ترسره نه کړ.

د لوبې په منځ کې حميد حسن له دوه اورونو ترسره کولو وروسته زخمي شو؛ تراوسه روښانه ندی چې د حميد حسن ټپ څومره ژور دی؛ ښايي هغه په راتلونکې لوبه کې هم ونه لوبيږي.

د لوبې پچه يا ټاس سويلي افريقا لوبډلې ګټلې او لومړی يې د بيټينګ پريکړه ترسره کړه؛ د افغانستان له لورې مجيب الرحمن غوره توپ اچونه ترسره کړه چې په څلورو اورونو کې يې د سويلي افريقا درې مهم لوبغاړې وسوځول.

که افغان لوبغاړې په پوره فکر سره ولوبيږي؛ ياد هدف به د افغانستان ملي لوبډلې پروړاندی دومره غټ نه وي او کولی شي سويلي افريقا ته ډير په اسانۍ سره ماتې ورکړي.

افغانستان به خپله دوهمه تمريناتي لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي او له هغې وروسته به رسما د نړيوالې جام لوبې پيلوي چې په دې لړ کې به افغان لوبډله د روانې مياشتې په ۲۵ د لومړني راونډ څخه ورتلونکې لوبډلې پروړاندې ترسره کړي.

By admin

Leave a Reply