افغانستان په خپله دوهمه تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته په شلو اورونو کې د ۵ ویکټو په سوځيدو سره ۱۹۰ منډو هدف وټاکه؛ په ياده لوبه کې د افغانستان لپاره د پيل توپ وهونکو حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد بهترينه لوبه وکړه.

حضرت الله ځاځي د افغانستان لپاره ۵۶ منډې او محمد شهزاد بيا ۵۴ تيزې منډې ترسره کړې. او ورپسې رحمن الله ګربز او نجيب الله ځدراڼ هم غوره پاڼۍ ولوبوله.

د لوبې پچه يا ټاس افغانستان لوبډلې ګټلې او لومړی يې د بيټينګ پريکړه ترسره کړه؛ او د شلو اورونو په لوبولو يې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۰ منډو غټ هدف وټاکه ښايي دا هدف د ویسټ انډیز لوبغاړو لپاره د افغانستان بالرانو په مقابل کې ډير سخت وي.

له دې وروسته به افغانستان رسما د نړيوالې جام لوبې پيلوي چې په دې لړ کې به افغان لوبډله د روانې مياشتې په ۲۵ د لومړني راونډ څخه ورتلونکې لوبډلې پروړاندې لوبه ترسره کړي.

By admin

Leave a Reply