افغانستان په خپله دوهمه تمريناتي لوبه کې ويسټ انډيز ته د ۵۶ منډو په توپير ماتې ورکړه؛ افغان لوبډلې د لوبې پچه يا ټاس ګټلی وو او لومړی يې د بيټينګ پريکړه کړې وه.

د لوبې پيل د حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد له لورې په ډير ښه ډول ترسره شو؛ حضرت الله ځاځي د افغانستان لپاره ۵۶ او محمد شهزاد بيا ۵۴ منډې ترسره کړې. د حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د غوره بيټينګ پر مټ افغانستان ويسټ انډيز لوبډلې ته ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

ويسټ انډيز لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو او ۵    لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شو کولی چې ياد هدف پوره کړی؛ د بالینګ په برخه کې د افغانستان لپاره افغان لوبډل مشر محمد نبي بهترينه بالینګ ترسره کړ.

محمد نبي د څلورو اورونو په ترسره کولو سره د ويسټ انډیز درې لوبغاړې وسوځول او يوازې دوه منډې يې ورکړې. دا په داسې حال کې دی چې محمد نبي د افغان لوبډلې مشري هم پر غاړه لري.

افغانستان به له دې وروسته د نړيوال جام رسمي لوبو په تکل د لوبې ډګر ته وردانګي؛ چې له دې جملې به لومړنۍ لوبه په راتلونکې ۲۵ او دوهمه لوبه د روانې مياشتې په ۲۹ د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

اميد شته چې افغان لوبډله به په روان نړيوال جام کې غوره لوبې ترسره کړي؛ ځکه له يوې خوا د اماراتو پيجونه د ورو توپ اچونکو لپاره سازګار دي او بله پلوه
افغانستان په نړيواله کچه غوره سپينران يا ورو توپ اچونکې لري.

By admin

Leave a Reply