د افغانستان مخکښ لوبغاړې محمد نبي د ویسټ انډيز پر وړاندې تباهي وکړه؛ نبی په خپلو څلورو اورونو کې د ويسټ انډيز درې لوبغاړې وسوځول او يوازې دوه منډې يې مقابلې لوبډلې ته ورکړې.

دا په داسې حال کې دی چې څه وخت وړاندې محمد نبي د نړيوالې شورا په الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړنی مقام خپل کړ. محمد نبي له هغې وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې د کپتان په حيث وټاکل شو؛ کله چې راشد خان له کپتانۍ استعفا ورکړه.

افغانستان به په شل اوریز نړیوال جام کې لومړی لوبه د روانې مياشتې په ۲۵ له ب ګروپ څخه ورتلونکې لومړنی لوبډلې پر وړاندې ترسره کړی.

د ۲۰۲۱ م کال نړيوال جام چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کيږه تر ډيره به پرې سپينران يا ورو توپ اچونکې خپله بادشاهي کوي؛ ښايي افغان لوبغاړې محمد نبي؛ راشد خان او مجيب الرحمن هم په دې نړيوال جام کې خپل راج وچلوي.

By admin

Leave a Reply