محمد نبي نړيوال بالران هم حيران کړل؛ د سويلي افريقا ورو توپ اچونکی شمسي له هغې وروسته د محمد نبي په اړه څرګندونې کړې؛ چې تيره ورځ يې د ويسټ انډیز پر وړاندې په خپلو څلورو اورونو کې يوازې دوه منډې ورکړې او درې لوبغاړې يې له مخې پورته کړل؛ شمي د نبي په اړه داسې وايي:
د سویلې افریقا سوکه توپ اچوونکې د محمد نبي د تیرې شپې توپ اچونه ستایلې ده.

نوموړي ویلي چې څو لسیزې وخت به ونیسي چې یو بالر په څلورو اورونو کې یوه منډه ورکړي تر څو د نبي ریکارډ مات کړي، هیره د نه وي چې درې ویکټې یې هم  اخستي.
تبریز د ټوکې په ډول محمد نبي ته ویلي چې نورو بالرانو ته هم لږ چانسه ورکوه ولسمشره.

شمسي هم د نړۍ يو له بهترينه بالرانو څخه شميرل کيږي؛ محمد نبي د افغانستان يو مخکښ توپ اچونکی دی؛ هغ له تيرو دوه لسيزو راهيسي د افغانستان د ملې لوبډلې په ګټه لوبيږي.

افغان لوبډلې تيره ورځ ويسټ انډيز لوبډلې ته په لوی توپير ماتې ورکړه؛ په دې لوبه کې محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي د افغانستان په ګټه غوره لوبه ترسره کړه.

By admin

Leave a Reply