د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوېد باجوه، نن د ISI مرکز ته تللی وو، چېرته چې باجوه ته د سیمې او په خصوصي توګه د افغانستان په موجوده حالاتو ورته خبر ورکړل شو.

خو چې کله دې دوی انځور ته زیر شئ نو د دوی مورال ډېر لاندې ښکاري، یو خوا يې په خپلو نیابتیانو کابل ونیو، بل خوا ددوی نیابتیان په دې نه دي توانېدلي چې د افغانانو زړونه وګټي، پاکستان ته د ډالرو ډېر سخت ضرورت لیدل کیږي، دوی ډېر کوششونه وکړل چې له دنیا څخه د افغانانو کنګل شوي پیسې راوخلي خو هغه هم وه نشول، بل خوا د نړیوال وجهي صندوق سره هم د دوی خبرې ناکامې شوي

ددوی له شکلونو څخه ښکاري چې په سخت ګرداب کې ګېر دي او د وتلو کومه لار يې هم نه معلومیږي، به اول ځل يې په دنیا کې قدر کم شوی، له عمران خان سره هم وران دي، خو چې څه هم دي، د دوی دپاره ښه نه دي.

By admin

Leave a Reply