پاکستان: افغانستان کې د عملیاتو لپاره هیڅ ډول پریکړه نه د شوې

له دې مخکې د امریکا سي این این خبري شبکې په یوه رپوټ کې داسې ویل شوي وو، چې پاکستان په افغانستان کې د داعش او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره امریکا ته د خپل هوايي حریم د بریدونو کارولو رسمي اجازې ورکولو ته پوره چمتو دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اوس وايي، دوی دا رپوټ ردوي، د دواړو هېوادونو تر منځ داسې هېڅ ډول تفاهم منځته نه د راغلی خو په وینا یې د امریکا او پاکستان تر منځ د سیمه ییز امنیت او ترهګرۍ مخنیوي لړ کې له ډېرې مودې راهیسې همکاري روانه ده او د دواړو هېوادونو چارواکي دې لړ کې تل سلا مشورې کوي.

بل لور د سي این این رپوټ کې ویل شوي، د امریکا کانګرېس ته دې لړ کې پرون (جمعه) معلومات ورکړل شوي دي.

By admin

Leave a Reply