پاکستان د هند لوبډلې ته د ۲۰۲۱ شل اوريز نړيوال جام په لړ کې تاريخي ماتې ورکړه؛ ياده لوبه چې په نړۍ کې په ميليونونو خلکو ننداره کوله هند پکې سخته ماتې وخوړه.

پاکستان لوبډلې د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی يې د بالینګ پریکړه کړې وه؛ هند لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په پوره شل اورونو کې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه؛ ویرات کوهلي هغه لوبغاړی وو چې هند لوبډله يې د بيټينګ په برخه کې له ستونزو وويسته او خپله پاڼۍ کې ۵۷ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې د ياد هدف په تعقيب کې غوره پاڼۍ ولوبوله؛ بابر اعظم او رضوان هغه لوبغاړې وو چې پاکستان ته يې بريا ور په برخه کړه؛ دواړو لوبغاړو د پاکستان لوبډلې په ګټه نيمه سليزې جوړې کړې.

رضوان د پاکستان په ګټه ۷۹ او بابر اعظم بيا ۶۸ منډې جوړې کړې او پرته له کوم لوبغاړې سوځيدو يې ياد هدف پوره کړ او هند ته يې سخته ماتې ورکړه.

د روان نړيوال جام په لړ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د روانې مياشتې په ۲۵ د سکاټلينډ او دوهمه لوبه به د روانې مياشتې په ۲۹ د پاکستان خلاف ترسره کړي.

By admin

Leave a Reply