افغان لوبډلې د ۲۰۲۱ شل اوريز نړيوال جام په لړ کې سکاټلينډ ته شرمونکې ماتې ورکړه؛ ياده لوبه چې نن په شارجه کرکټ لوبغالې کې ترسره شوه افغان لوبډلې پکې مقابلې لوبډلې سکاټلنډ ته په شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

ددې لوبې پچه افغان لوبډلمشر محمد نبي ګټلې وه او لومړی يې د بيټينګ پريکړه وکړه؛ د لوبې پيل د محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي لخوا په لوړ مورال سره وا خيستل شو؛ حضرت الله ځاځي په خپله پاڼۍ کې ۴۴ شهزاد محمدي ۲۲ او ورپسې رحمن الله ګربز او نجيب الله ځدراڼ هم غوره بيټينګ ترسره کړ.

رحمن الله ګربز ۴۶ او نجيب الله ځدراڼ ۵۹ منډې ترسره کړې؛ د سکاټلينډ لوبډلې د ياد هدف په تعقيب غوره پیل واخيست خو له دريم اور وروسته د مجيب الرحمن غوره بالینګ سره سکاټلينډ لوبغاړې تر سخت فشار لاندې راغلل؛ او مجيب الرحمن په يو اور کې د سکاټلنډ درې لوبغاړې وسوځول.

د بالینګ په برخه کې افغان لوبغاړو تباهي وکړه؛ مجيب الرحمن د سکاټلينډ ۵ لوبغاړې او راشد ۴ او نوين الحق يو لوبغاړې وسوځوه؛ او د سکاټلينډ ټوله لوبډله په ۶۰ منډو وسوځیده؛ افغان لوبډلې سکاټلنډ په لوړ توپير ۱۳۰ رنزونو مات کړ.

افغان لوبډله به د نړيوال جام دوهمه لوبه د روانې مياشتې په ۲۹ يعنی د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان خلاف ترسره کړي.

By admin

Leave a Reply