افغان کرکټ ټیم لوبغاړی اصغر افغان له کرکټ څخه خپله استعفاء اعلان کړه

د افغانستان کرکټ ملي ټیم لوبغاړی او مخکینی لوبډلې مشر اصغر افغان وایي، چې سبا یې له نامبیا سره وروستۍ لوبه ده او نور به د افغانستان لپاره به لوبې نه کوي.

نوموړي اصغر په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې دا پرېکړه ورته ډېر سخته وه خو په خبره یې غواړي ځوانو لوبغاړو ته د لوبو کولو لا ډېر چانس برابر شي.
او د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه ور په برخه کړي
د استعفاء علت یې نه دی ښودلی چې ولې یې استعفاء په داسې وخت کې وړاندې کړه کوم چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې لوبیږي، او ده په دې وخت کې د استعفاء غوښتنه کوي.

By admin

Leave a Reply