:د افغانستان تکړه لوبغاړی نوین الحق پیژندنه

ښاغلی نوین الحق په ۱۹۹۹ کال د سټمبر په ۲۳ نیټه کابل کې زیږیدلی دي. نوین الحق له ۲۰۱۶ زیږدیز کال را په دیخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي غړی دی
نوین الحق توپ اچوونکی دي چې په ښې لاس میډیم فسټ توپ اچوونه کوي، د افغان ملي لوبډلظط سره په کور د ننه او بهر زیاتو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېدلی دی هغه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د احمدشاه ابدالي څلور ورځیني ټورنمنټ لپاره کابل لوبډلې له ځان سره واخیستو. همدا راز په ۲۰۱۸ کال کې د سټمبر په میاشت کې د افغانستان غوره لیګ په لومړي فصل کې ننګرهار لوبډلې لپاره لوبېدلی وو.
سربیره په کورنیو کرکټ لیګونو نوین الحق په کارابین غوره لیګ، لنکا غوره لیګ، بنګله دېش غوره لیګ او T20 Blast لیګ کې هم لوبیدلی دي. هغه سږ کال په لس اوریز لیګ کې هم اخیستل شوی دی.
ښاغلی نوین الحق خپله لومړي نړیواله پنځوس اوریزه لوبه کې د افغانستان لپاره د بنګله دېش پر وړاندي ترسره کړي ده، دغه لوبه د ۲۰۱۶ کال د سټمبر په ۲۵ مه ترسره شوي ده.
ددې سربیره هغه په ۲۰۱۶ کال کې د نولس کلنو نړیوال جام کې هم لوبېدلی دي. همداراز د ۲۰۱۶ کال کې د نولس کلنو اسیا جام کې د افغان نولس کلنې لوبډلې مشر هم وو.

د پنځوس اوریزو لوبو سربېره نوین الحق د افغان شل اوریز کرکټ لوبډلې لپاره هم لوبه ترسره کړی ده. ښاغلی نوین الحق نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشت کې د نامیبیا خلاف لوبېدلی دي.

نوین الحق په ۲۰۱۸ کال نولس کلنو نړیوال جام لپاره لوبډلمشر وټاکل شو.
نوین الحق سږ کال په لومړي ځل شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لپاره ولوبیده چې د خپلي لوبډلې لپاره ښې لاسته راوړني درلودي.

ښاغلی نوین الحق تر دې مهاله ۱۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې، ۲۳ لیسټ ای، ۷ نړیوالې پنځوس اوریزې، ۱۰ فرسټ کلاس او ۸۱ لیګ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۸، فرسټ کلاس لوبو کې يې ۳۱، لیسټ ای لوبو کې ۳۴، او لیګ شل اوریزو لوبو کې يې ۹۷ ویکټې په خپل ریکارډ ثبت کړي دي، ښاغلی نوین الحق د نړۍ تر ټولو ځوان کرکټ لوبغاړو کې ۲۳ مقام لري او په ۱۷ کلنۍ کې يې کرکټ پیل کړی دی.

By admin

Leave a Reply