د نړیوال جامونو لپاره د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله اعلان شوه

 

د راتلونکو جامونو لپاره د یو ښه غوراوي په موخه د ۱۹ کلنو لوبډلو ته تېره میاشت د نومبر له لومړۍ تر ۳۰مې  په ننګرهار کې یو ښه روزنیز کمپ نیول شوی و، چې په دې لړ کې یې د لوبغاړو پر بدني تکړښت، ډګرساتنې، توپ اچونې او توپوهنې بیخي زیات کار تر سره شواو په نتيجه کې یې د راتلونکو مهمو لوبلړیو لپاره هغه لوبغاړي په پام کې ونیول شول کوم چې په یاد تمریناتي کمپ او له هغه وړاندې په اړوند سیالیو او کمپونو کې ښه ځلېدل شوي وو.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مدیر صیب نورالحق ملکزی وايي، د راتلونکو اسیايي لوبو او نړیوال جام لپاره ۴۵ تنه لوبغاړي په پام کې نیول شوي وو، کوم چې په منځ کې یې هغه لوبغاړي هم شامل وو چې په بنګلدېش کې یې ښې په زړه پورې لوبې تر سره کړې وې او په وینا یې: موږ په کابل کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړ، چې ۴۵ تنه پکې وو. دوی په کابل کې ۵ لوبې وکړې او په پای کې یې ۲۷ لوبغاړي د جلال‌ اباد تمریناتي او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو ۴ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو دواړو جامونو ته ۲۰ لوبغاړي غوره شول.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو لپاره په جلال اباد کې هم یوه میاشت تمریناتي کمپ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د لوبغاړو پر فیټنس، توپ اچونې، توپوهنې او ډګرساتنې پوره کار وشو او راتلونکو دواړو جامونو ته ترې لوبغاړي په پوره روڼ ډول او د دوی د ډیسپلین او د وړتیا ښودلو په پایله کې غوره شوي دي.

په همدې وخت د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان هم په دې اړه داسې وویل: له شک پرته د ۱۹ کلنو کم عمره راتلونکو جامونو او سترو سیالیو لپاره وړ او ښه تکړه لوبغاړي غوره شوي، دوی ته د ډېرو بریاو او لاسته راوړنو هیله کوو او ډاډمن یم چې په یادو سیالیو کې به له ځانه پوره اطمینان سره وړتیا وښايي او هېواد ته به ویاړونه راوبخښي.

ښاغلی نصیب خان زیاته کړه: ((په اړوند څانګو مې همېشه په دې ټینګار کاوه او څارنه مې کړې، ترڅو د چا حق ضایع نه شي حق باید حق ته وسپارل شي او د سیالیو لپاره وړ لوبغاړي په ګوته شي چې دا دی نن د یادو سترو سیالیو لپاره اړوند لوبغاړي غوره شوي او د خپلو استعدادونو په پایله کې یې نوملړ یا سکواډ ته لاره موندلې ده.

د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام او نړیوال جام لپاره غوره شويلوبغاړې، (سلیمان ساپی لوبډلمشر، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي ویکټ ساتونکی، اعجاز احمدزی مرستیال لوبډلمشر، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي ویکټ ساتونکی)، شمیرل شوي دي.

د ۱۹کلنو اسیايي جام د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله‌دېش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې پکې شاملې دي.
له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په C  ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.

 

Leave a Reply