اسدالله خان: محمد نبي کمزوری لوبډلمشر ده باید لرې کړل شي

اسدالله خان: محمد نبي کمزوری لوبډلمشر ده باید لرې شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د قطر د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی روزونکي (اسدالله خان) په تېر نړیوال جام کې د افغانستان د ماتو یو مهم علت د محمد نبي «کمزورې کپتاني» وبلله.

اسدالله خان د دوشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې په لوبډلمشر محمد نبي باندې کلک انتقادونه وکړل او محمد نبي یې کمزوری لوبډلمشر یاد کړ او ویې ویل چې هغه دې خپله کپتاني پریږدي او پر ځای د بل وړ کس وټاکل شي.

محمد نبي په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، محمد نبي په خپلو مرکو کې په وار،وار دا خبره کړې وه چې په نړیوال جام کې په خپله هم ښې لوبې وکړي او نورو افغان لوبغاړي به هم ښې په زړه پورې لوبې ته اماده کړي.

افغانستان په دغه نړیوال جام کې پنځه لوبې وکړې چې دوې یې په ښه توپیر وګټلې او درې یې وبایللې.

محمد نبي د افغانستان یو تر ټولو مجرب او ښه لوبغاړی دی خو لوبډلمشري یې سخته دنده بللې وه، امریکا غږ محمد نبي سره تماس نیولی دی چې د ښاغلي اسد د څرګندونو په اړه یې نظر واخلي،‌ خو تر دې دمه یې د نظر په اخیستلو کې بریالۍ شوې نه ده.

Leave a Reply