د هغو افغان لوبغاړو ليست چې ډير ځله په صفر سوځيدلي

هغه افغان لوبغاړي چې په یو ورځنیو لوبو کې زیات په صفر سوځیدلې دي

افغان کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۰۹ کال رهیسې د یو ورځنیو نړیوالو رسمي لوبو پیل کړی؛پدې موده کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځلې د یو ورځنیو سیالیو لوبو نړیوال جام ته هم لار پیدا کړې.

افغانستان په لومړي ځل 2015 م کال کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په کوربتوب پنځوس اوریز نړیوال جام ولوبو

افغان لوبډلې په لومړي نړیوال جام کې یوازې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه د سکاټلینډ نه یې چې کله لوبه وګټله او لا هغه وروسته افغان لوبډله رخصت شوه.

په دوهم ځل افغان لوبډله د 2019 نړیوال پنځوس اوریز جام برخواله وه؛ د انګلستان په کوربتوب د یاد نړیوال جام په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نهه لوبې وکړې کوم چې په نهو لوبو کې یې یوه هم ونه ګټله او لا هغې وروسته رخصت شوه.

افغانستان له پیل تر دا وخته نږدې 130 نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.
موږ درې هغه افغان لوبغاړي پدې لیکنه کې درپیژنو کوم چې تر نورو لوبغاړو زیات په یو ورځنیو لوبو کې په صفر سوځیدلې دي.

لومړۍ ـ مجیب الرحمان
سپن بالر مجیب الرحمان د افغانستان لپاره له کال 2017 څخه تر دا مهاله ټولې ۴۳ لوبې ترسره کړي.
نوموړی په یادو لوبو کې 7 ځلې په صفر اوټ شوی دی.
دوهم ـ دولت ځدراڼ
د افغان لوبډلې چټک بالر دولت ځدراڼ په کال 2011 کې افغانستان ته لومړی نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
دولت له 2011 تر 2019 ټولې 82 یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، کوم چې 7 ځلې پکې په صفر اوټ شوی دی.

دریم ـ اصغر افغان
د افغانستان لپاره د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د زیاتو ډُک لوبغاړو په لیست کې لومړی توپ وهونکی اصغر افغان دی کوم چې زیات په صفر اوټ شوی دی.
نوموړي له 2009تر 2021 کال پورې افغانستان ته 114 نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
افغان په یادو لوبو کې کوم چې 7 ځلې په صفر اوټ شوی دی.

د یادولو ده چې اصغر افغان د 2021 نړیوال شل اوریز جام په لړ کې د افغانستان لپاره له هر ډول نړیوال کرکټ لاس واخیست.

Leave a Reply