د نولس کلنو آسیا جام او د افغان لوبغاړو د سیالۍ ډګر

 

د نولس کلنو آسیا جام د رواني ډسمبر میاشت په درويشتمه نېټه د افغانستان په ګډون د 8 لوبډلو ترمنځ په عربي اماراتو کي تر سره کیږي.

آسيا جام د 8 هيوادونه پکې شامل دی، افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلادېش، سريلانکا، نیپال، عربي امارات او کويټ هيوادونو ترمنځ ترسره کيږي.

افغانستان پخپله لومړنۍ لوبه کې له پاکستان سره د ډسمبر په درویشتمه په دوهمه لوبه کي عربي اماراتو سره د ډسمبر په پنځويشتمه او دريمه کي له هند سره د ډسمبر په اوويشتمه لوبيږي.

يادي سيالۍ د رواني ډسمبر په درویشتمه نیټه تر سره کیږي او نيمه پايلوبي يې همدې مياشتي په دېرشمه او پايلوبه یې د راتلونکي جنورۍ مياشت په لومړۍ نېټه ترسره کيږي.

آسيا جام سيالۍ د سهار له خوا د عربي اماراتو د ای سي سي اکاډمۍ او شارجه کرکټ لوبغالو کي ترسره کيږي چي له پای ته رسېدو سره به يې ګډون کوونکي هيوادونه نړيوال جام کي د لوبېدو په هدف ويسټ انډيز ته سفر وکړي.

Leave a Reply