د پي ايس ايل بولۍ ته ۳۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې

 

د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل د مسودې لپاره په زیات اندازه بهرنيو لوبغاړو نوم لیکنه کړې چې پکې «38» افغان لوبغاړي هم شامل دي.

د راپور له مخې چې «443» بهرني او «495» ځايي یا کورني لوبغاړي به د ډسمبر په ۱۲ مه نېټه د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ پي ایس ایل نیلامۍ ته وړاندې شي.

خو د کرکټ مخکښ لوبغاړي به په دې پي ایس ایل کې ګډون ونکړي.

د شل اوریزه فارمټ درجه بندۍ کې په تر ټولو ښه پنځو بالرانو کې تبریز شمسي، راشد خان به د پاکستان سوپر لیګ په مسوده کې شامل وي، په داسې حال کې چې په توپ وهونکو یا الراونډارانو کې به د کریس ګیل، جیمز فولکنر او ډیویډ ویسي په ګډون یو شمیر مهم نومونه به هم شامل وي.

په 38 افغان لوبغاړو کې لاندې لوبغاړي شامل دي چې د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ لپاره یې نوم لیکنه کړې دی.

شرف الدین اشرف ، شاهدالله کمال ، سمیع الله شینواری ، نور احمد لکڼوال، نوید عبید ، نصیر طوطاخیل ، مسلم موسی ، محمد شهزاد ، کریم جنت ، اکرم علي خیل ، حشمت الله شهیدي، فضل حق فاروقي.

فضل ځاځی ، درویش رسولي ، عضمت الله عمرزی ، اسدالله متنی، عبدالرحیم منګل ، عبدلواسیع نوري.

ضیاءالرحمن اکبر ، ظاهرخان ، یونس احمدزی ، شفیق الله غفاري ، سید شیرزاد ، وقار سلام خیل ، اظهر الله نوید ، غمی ځدراڼ ، فضل نیازی ، دولت ځدراڼ ، بهارعلي شینواری ، اضغر افغان ، قیس احمد ، نوین الحق ، نجیب الله ځدراڼ ، حمیدحسن ، افسر ځاځی ، رحمن الله ګربز ، حضرت الله ځاځی او راشدخان.

Leave a Reply