هغه کرکټ لوبغاړي چې ډېر وزن لرونکي یا (چاغ)دي

 

د کرکټ په نړۍ هم داسې کسان شته کوم چې د عامو خلکو په پرتله ډېر وزن لري، او په ډېر ښه کیفیت سره توپ وهنه کوي نو راځئ چې دا کسان وپيژنو.

پنځم ويسټ انډيزی کيرون پولارډ» پولارډ د ډېر وزن په درلودو سره هم ډېر ښه او چوست او قوي لوبغاړی دی، پولارډ د جګ قد درلودونکی او ورسره په څنګ کې‌ ډېر وزن لري کوم چې د پولارډ بدن سره مناسب دی پولارډ پوره ۱۰۰ کيلو وزن لري.

پاکستان: محمد عرفان» محمد عرفان کله چې د خپل ټیم لپاره لوبه کوي او هغه ډېر خوښ وي تر څو چې ویکټ واخلي ډېر د خوښۍ احساس کوي نو په دې وخت کې چې کله د ټیم لوبغاړې سره یو ځای کیږي نو عرفان د ټیټ قد لرونکو لوبغاړو سره ډېر په تکلیف وي. محمد عرفان اووه فوټه قد او ۱۰۵ کيلو وزن لري.

دريم د برموډا هيواد ډوين لوريک دی.

لوریک د چاغو لوبغاړو لا جملې څخه حسابيږي چي ټيټ قد درلودونکی دی، دی په 2007 کال نړيوال جام کې کله چې هند سره لوبه وه په هغه وخت د یو میچ په ګټلو سره ډېر مشهور دی ډوين 127 کيلو وزن لری.

دوهم اسټرالوی وارنيک ارمسټرونګ: ارمسټرونګ د نورو لوبغاړو په څیر ډېر وزن درلودونکی دی چي له 1902 کال څخه تر 1920 پورې یې د اسټراليا لپاره په هر ډګر کې کرکټ کړی دی ارمسټرونګ 133 کيلو وزن لري.

لومړی د ويسټ رحکيم کارن وال. کارن وال هیڅ داسې کوم تخنیکي لوبغاړی نه دی کله چې میدان ته راشي د تخنیکي شاټونو هیڅ تمه نشي ترې کیدای هو ټول شاټونه د مټو په زور لا میدان څخه اوباسې او په همدې راز مینوال لري، هیر مو نه وي چې د بال په برخه کې هم هیڅ کمال نه لري خو د افغانستان په وړاندي يې ټيسټ لوبه کې 11 لوبغاړي سوځولي وه، کارن وال د نورو لوبغاړو په پرتله ډېر وزن درلودونکی دی، کارن وال 139 کيلو وزن لري.

Leave a Reply