پاکستان د ویسټ انډیز خلاف لوبو امنيت لپاره په زرګونه پولیس ګمارلي

ویسټ انډیز د درې شل اوریزو او درې‌ يوورځنيو لوبو لپاره د شی هوپ او نيکولاس پوران په لوبډلمشرۍ اوس مهال پاکستان ته د لوبډلې سره رسیدلې دی.

داسې ویل کیږي چې د یادې لوبډلې کوربتوب به  پاکستان کوي او ټول امنیت به یې د پاکستان په غاړه وي یاده لوبډله به د ډسمبر مياشتې په ديارلسمه نيټه په کراچۍ کې لوبې تر سره کړي.

پاکستان د ویسټ انډیز خلاف د يادو لوبو د امنيت لپاره ډېر امنیتي کسان ګمارلي دي، تر څو امنيت یې خوندي او کوم نقصان رامنځته نه شي.

د پاکستان او ویسټ انډیز لوبو امنیت ۴۶ ډي ايس پي، ۳۱۵ اين جي او، ۳۸۲۲ افسران او پنځوس ښځينه پوليس ساتي.

ويل کيږي چې د چټک غبرګون ۵۰۰ عسکر او ۸۸۹ کمانډو ځواکونه هم د بيړنيو حالاتو د کنټرول لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

پاکستان ته له هغې وروسته ويسټ انډيز لوبډله ورځي چې له وړاندې د نيوزيلنډ لوبډله هم پاکستان ته د لوبو کولو لپاره ورغلې وه. خو نيوزيلينډ لوبډلې ځان ته د متوجه خطرونه له امله پاکستان لوبډله پرځای پريښوده او خپل هيواد ته بيرته واپس شوه.

اوس چې پاکستان په دومره لوړه کچه امنیت د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره نيولی، ښايي ويسټ انډيز لوبډلې ته هم خطر متوجه شي.

Leave a Reply