پنځه هغه نامتو لوبغاړي چې شاید سږکال آی پي ايل کې ونه اخیستل شي

 

د ۲۰۲۲م آی پي ايل ته د راتلونکې مياشتې په اخیرې کې لس لوبډلې د لوبغاړو اخيستلو په لوې یې ليلامۍ کې لوبغاړي پيرودل کیږي.

د دوه لوبډلو په زياتېدو سره به د هند غوره ليګ پنځلسم پړاو کې د نورو کلونو ته په کتو سره ډېر لوبغاړي واخيستل شي او ولوبيږي خو يو شمېر داسې لوبغاړي هم شته چې ښايي سږکال د لوبډلو توجه را جلب نه شي کړی.

ويسټ انډيزی کريس ګېل: کرېس ګېل تېر کال له پنجاب کينګز لوبډلې سره په ون ډاون پوزيشن ولوبيده خو داسې لوبې يې وکړې چې هیڅ خوند پکې نه وو، امکان وو چې ګېل ښې لوبې وکړي هو نه داسې ونشول.

هغه په نړيوال شل اوريز جام سمې لوبې ونکړې شاید اوس ونه پيرودل شي.

هندي هربجن سينګ: هربجن سينګ د هندي لوبډلې یو تکړه لوبغاړی دی هغه تېر کال له کلکتې لوبډلې سره و خو هېڅ په يوې لوبه کې د لوبېدو چانس نه ورکړل شو.

د سينګ په اړه داسې ویل کیږي چې ښایي تقاعد اعلان کړي او سږ کال ای پي ایل کې د يوې لوبډلې سره د روزونکې په توګه دنده ترسره کړي

افغان محمدنبي: محمد نبي په ۲۰۱۷ کال په ای پي ایل کې واخیستل شو نبي لومړنی کس وو چې په ای پي ایل کې په دیرش لکه هندي کلدارو وپيرودل شو.

پر نبي ۲۰۱۸م کال کې د کلکتې او حيدراباد لوبډلو ترمنځ بولي وشوه او قيمت يې له پنځوس لکو تر سل لکو ورسيد.

او ښايي چې سږ کال نبي د نورو لوبغاړو په څیر ونه اخیستل شي.

انګلينډی ايون مورګن: تیر کال کلکتې لوبډله چې د کپتانۍ په توګه دنده ترسره کوله او خپل ټیم یې پایلوبې ته ورسوو هو شاید سږ چانس ېې بیخي ونه لري.

تېر کال آی پي ايل او نړيوال شل اوريز جام کې د انګلينډي کپتان مورګن لوبې دا په ګوته کوي چې په ای پي ایل کې ونه اخیستل شي.

اجینکی ريحانی تيرو څو کلونو کې د خپلې لوبډلې په يوولس کسيزه سکواډ کې نه ښکارې او ډېر کم د لوبیدو چانس ورکول کيږي.

 

Leave a Reply