نولس کلنو د اسيا او نړيوال جام په موخه تمرينات پيل کړل

د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د تېر یو میاشتني تمریناتو وروسته دویم پړاو تمرینات هم شروع شول.

دغه تمرینات تیره ورځ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې پيل شول چې او دغه تمرینات به شپږ ورځې به دوام وکړي او د روانې نومبر میاشتې په پنځلسمه نېټه به بشپړ شي.

په دغو تمریناتو کې به هغه لوبغاړي برخه لري کوم چې د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام سیالیو لپاره په د افغانستان ملي لوبډلې کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان نولس کلنه ملي لوبډله به د یادو تمریناتو په ترڅ کې د ننګرهار له الف لوبډلې سره څلور یوورځنۍ تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د راتلونکو سترو سیالیو لپاره د افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې شل کسیز نوملړ اعلان شوی.

ټاکل شوې ده د روان تمریناتي کمپ په پای کې په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شي.

Leave a Reply