پاکستان کې د ويسټ انډیز ځينې لوبغاړې کرونا نيولي! اوس به څه کيږي؟

تیره ورځ د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله پاکستان خلاف د لوبو لپاره ياد هيواد ته ورسېده. د يادې لوبډلې د کرونا معايناتو وروسته معلومه شوه چې د ويسټ انډیز لوبډلې دوه لوبغاړې د کرونا په مرض اخته شوي.

د کریک ویک پاکستانۍ ورزشي ویب پاڼې د خبر له مخې، د هغو لوبغاړو نومونه نه دي ذکر شوي کوم چې د کرونا ټیسټونو نتیجه یې مثبته وه، او دا یې هم ویلي دي چې ياد لوبغاړې يې د هغو لوبغاړو لا اطاقونو څخه جلا کړي دي کوم چې کرونا ټیسټ یې کړی و او نتیجه یې منفي وه، او اوس په یو هوټل کې په جلا توګه اچول شوي دي.

ياد خبر په ډير باوري سرچينو هم تائید کړی؛ لا هم معلومه نه دی چې ويسټ انډيز کرکټ لوبډله به په ياد هيواد کې پاتې شي، لوبې به وکړي او يا نه؟ خو د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات ودرول کوم چې تېره ورځ په کراچي ښار کې پېل کړي وه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۱۸ م کال وروسته لومړنی سفر دی چې ياد هيواد ته يې‌ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو ترسره کولو په موخه کړی.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله به درې شل اوریزې لوبې د ډیسمبر په دیارلسمه، څوارلسمه او شپاړسمه نېټه ترسره کړي او یو ورځنۍ لوبې به د ډیسمبر په اتلسمه، شلمه او دویشتمه .نېټه ترسره کړي

Leave a Reply