جاويد افريدي يوازې د ځاځي په اړه ټویټ کړی.

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره د پېښور زلمي د افغانستان چټک او تیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی په پلاټینیم کټګورۍ واخیست

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي چې کله حضرت الله ځاځی واخیست لا هغه وروسته یې په ټویټر کې ټویټ وکړو، او ښه راغلاست یې ورته ویلی دی.

جاوید اپریدي په خپل ټویټ کې حضرت الله ځاځی مینشن کړی دی، او داسې یې ویلي » پخیر راغلې ځاځی جانه« او ځاځي هم د هغه ټویټ ریټویټ کړی دی او د اپریدي څخه یې مننه کړې دی.

نن حضرت الله ځاځي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي او خوشحالي ېې څرګنده کړې ده او خوښ دی چې د پیښور زلمي لوبډلې سره خپله لوبه کوي.

باید وویل شي چې حضرت الله ځاځی تېر ځل د د پاکستان سوپر لیګ کې پیښور زلمي لوبډلې د لوبو په نیمايي کې واخیستو، لا اخیستل وروسته یې ډېره ښه لوبه وکړه.

Leave a Reply