دوه بنګالۍ لوبغاړې اوميکرون کرونا نيولي.

د بنګله دېش د کرکټ ښځینه ملي لوبډلې دوه دانې ښځینه لوبغاړې د کرونا نوې بڼه اومیکرون باندې اخته شوي دي.

یاد خبر د بنګله دیش د روغتیا وزیر پرون د ډیسمبر پر یوولسمه نیټه ورکړ او تائید یې کړه چې دوه دانې ښځینه لوبغاړې په کرونا ویروس اخته دي، هغه زیاته کړه چې اوس مهال هغو لوبغاړو معاینات هم کوي کوم چې کرونا ویروس معاینات یې نه دي کړي، ویل شوي دي چې شاید نور لوبغاړي هم په دې ویروس اخته وي.

روغتیا وزیر په کرونا ویروس د اخته شويو ښځینه لوبغاړو نومونه نه دي ښودلي، هو دا یې ویلي دي چې د درملنې ورسته به خوشې کړل شي.
“یادې لوبغاړې به د مکمل رغیدو لپاره  یو څه وخت ونیسي او د پروتوکول له مخې به موږ دوی د دوه اونیو لپاره تر نظارت لاندې وساتو او د بشپړ رغیدو وروسته به هغوی خوشې کړل شي.

د دوو ښځينه لوبغاړو مخکې هم د بنګله دېش کرکټ ادارې د کرونا ویروس د ختم کول لپاره قرنطين لارې چارې تر سره کړې وې.

د بنګله دیش ښځینه کرکټ لوبغاړې وروسته له هغه د اومیکرون ښکار شوې، چې اونۍ وړاندې یاده لوبډله د ۲۰۲۲ ښځینه نړیوال جام لپاره د کوالیفایر په لوبو کې له زمبابوې راستنه شوه.

Leave a Reply