نوین الحق د کويټې لوبډلې لخوا په حيرانوونکې قيمت واخستل شو

 

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو ۲۰۲۲ کال سیالیو لپاره همدا مهال د ډرافټ سیالۍ روانې دي، چې افغان ملي لوبډلې چټک تیز توپ اچونکی نوین الحق پکې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې واخیست.

نوین الحق د کویټه ګلیډیترز لوبډلې په سېلور کټګورۍ کې واخیست، نوموړی اوسمهال د لنکا پریمیر لیګ له کولمبو سټارز لوبډلې سره لوبېږي.

لا دې څه مخکې نوین الحق په پاکستان سوپر لیګ کې بیخي لوبېدلی نه دی، نوین الحق اول ځل دی چې لوبیږي.

نوين الحق، چې ۲۲ کاله عمر لري، په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، په ٢٠١٦ کال کې يې د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه چې ١ لوبغاړى يې وسوځاوه.

دغه راز په ٢٠١٩ کال کې یې بیا د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه هم ترسره کړه چې ٢ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې. نوموړی له لنکا سربېره د ابوظهبۍ ټي ټین لیګ، د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو او د کرابین لیګ کې لوبېدلی دی.

Leave a Reply