پي ايس ايل او د دوه ځوانو لوبغاړو لپاره نوی سفر

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو ۲۰۲۲ م کال سیاليو لپاره بولۍ روانې دي چې په يادو بوليو کې څو دانې افغان لوبغاړې هم واخستل شول، چې د هغوی لا جملې څخه یو نور احمد لکڼوال دی، نور احمد لکڼوال د کویټه ګلیډیترز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

نور احمد لکڼوال د سیلور په کټګورۍ کې اخیستل شوی دی، د ګلیډیترز لوبډلې څخه مخکې په پي ایس ایل سیالیو کې د کراچۍ کینګز لوبډلې سره لوبېده.

شپاړس کلن نور احمد لکڼوال هیڅ نړیوالې لوبې نه دي کړي، هو د تجربو په درلودلو سره یې بیا هم د بهرنیو لوبډلو توجه ځان خوا ته اړولې دی، او همدا وړتیا یې د پاکستان په پي ایس ایل کې رنګ راوړ.

نور احمد د پاکستان په پي ايس ايل کې د دویم ځل لپاره اخیستل شوی دی دا کابو پنځم بهرنی تجارتي ليګ دى، چې هغه پکې اخيستل کیږي.

تر دې مخکې نوموړى په کارابين پريمير ليګ، بيګ باش، ټي ١٠ ليګ او لنکا لیګ کې کې هم اخيستل شوى و، خو کرابین ته د ویزې د ستونزې له امله ونه لوبېده.

بل مخکښ افغان لوبغاړی چې په ياد ليګ کې اخستل شوی د افغانستان مخکښ ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی رحمان الله ګربز دی،  ګربز د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې لخوا واخیستل شو.
رحمان الله ګربز د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې په سپلیمنټري یا ضمني کټګوري کې واخیست، مخکې په دې سوپر لیګ کې نه دی لوبېدلی همدا یې اولین ځل دی چې لوبیږي.

رحمان الله ګربز د نورو لوبغاړو په څیر ډېری نړېوالې لوبې نه دي کړي، ډېرې کمې لوبې یې کړي دي، رحمان الله ګربز سږ کال د لنکا په لیګ کې لوبیږي، او په تجارتي لوبو کې هم ډېر ښه ځلیدلی دی.

نوموړي تراوسه پورې د افغانستان لپاره په ۱۸ نړيوالو شل اوريزو او ۳ یوه ورځنیو لوبو کې لوبېدلى دى، هغه لومړۍ شل اوریز لوبه په ٢٠١٩ کال کې د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د زمبابوی او وروستۍ لوبه يې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې د نومبر په اومه نېټه ترسره کړې ده. درې واړه یوه ورځنۍ لوبې یې د روان کال په لومړیو کې د ایرلېنډ پر خلاف ترسره کړي.

نوموړي ۱۸ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ۵۳۱ منډې يې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې ۸۷ زياتې منډې کړې دي او په ۳ یوه ورځنیو لوبو کې یې ۱۸۰ منډې جوړې کړي، چې لوړې یې ۱۲۷ دي او شپږم لوبغاړی دی چې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سلیزه وهي.

Leave a Reply