افغانستان روانې لوبې چيرته، چاسره او کله به وي؟

ښايي له ډيرو ځوانانو او د کرکټ له مينوالو سره دا پوښتنه وي چې د افغانستان روانې لوبې چيرته او له چا سره دي؛ په دې لنډه ليکنه کې تاسو کولی شی مکمل معلومات لاس ته راوړی.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله له نړيوال جام وروسته بې کاره پاتې شوه او ټول لوبغاړې يې په ليګونو کې بوخت شول؛ افغانستان روانې لوبې به په لاندې ډول ترسره کيږي.

اول سيريز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي سیالۍ په ۲۰۲۲ م کال او په ۲۰۲۳م کال کې ترسره کوي له دې جملې لومړنی سيريز به هم د د ۲۰۲۲ م کال د جنوري په مياشت کې د نيدرلينډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
د نيدرلينډ پر وړاندې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ۳ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دوهم سيريز: افغانستان کرکټ ملي لوبډله به دوهم سيريز د همدې کال د جنوري او فبروري په مياشتو کې د زمبابوی لوبډلې پروړاندې ترسره کړي. افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د زمبابوی لوبډلې پروړاندې ۳ يو ورځينۍ او ۵ شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

دريم سيريز: افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۲ کال په جريان کې خپل دريم سيريز د بنګله دېش ملي لوبډلې پر وړاندې د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې ترسره کړي؛ د بنګله دېش په وړاندې به افغانستان ۳ يو ورځنۍ او ۲ شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

څلورم سيريز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۲۲ م کال په جريان کې څلورم سيريز د هندوستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي، افغانستان به ياد سيريز چې درې يو ورځنۍ لوبې پکې شاملې دي د مارچ په مياشت کې ترسره کړي.

پنځم سيريز: افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د يادو سيريزونو په سلسله کې خپل پنځم سيريز د اسټراليا لوبډلې پر وړاندې د همدې کال د مۍ او جون په مياشتو کې ترسره کړي، په ياد سيريز کې به درې شل اوریزه لوبې شاملې وي.

شپږم سيريز: افغانستان کرکټ ملي لوبډله به خپل شپږم سيريز د جولای او اګسټ په مياشتو کې د ايرلينډ پر وړاندې ترسره کړي، په ياد سيريز کې يوه ټسټ سيالۍ او ۵ پنځوس اوریزه سیالۍ شاملې دي.

اسيا کپ: له يادو سيريزونو وروسته به افغان ملي لوبډله د همدې کال د اګست او سپتمبر په مياشتو د اسيا جام په سياليو کې ولوبیږي. يادې سيالۍ يوازې د آسيايي هيوادونو ترمنځ ترسره کيږي چې افغانستان هم يو له همدغه ټيمونو څخه دی.

نړيوال جام: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د اسيا جام وروسته د همدې کال په اکټوبر او نوامبر مياشتو کې په نړيوال شل اوريز جام کې ولوبیږي.

اووم سيريز: د ۲۰۲۲ م کال وروستی سيريز به هم د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ترسره کيږي، ياد سيريز چې د همدې کال په نوامبر او ډيسمبر په مياشتو کې ترسره کيږي، ۲ شل اوريزې ۵ پنځوس اوریزه او ۲ ټيسټ سيالۍ به پکې شاملې وي.

پورتني معلومات يوازې د ۲۰۲۲ م کال اړوند دي او په ۲۰۲۳ م کال کې هم افغانستان ملي لوبډله زياتې لوبې او سيريزونه لري.

Leave a Reply