نوين الحق د افغانستان لپاره لومړنی تيز توپ اچونکی شو چې په شل اوریزه سیالیو کې يې سل ويکټې پوره کړې

نوین الحق په داسې وخت کې د افغانستان ملي ټیم سره یو ځای شو، چې په هغه وخت افغان کرکټ ملي ټیم د نوین الحق په شانتې مخکښ لوبغاړې ته زیات ضرورت درلود چې په ډېر کم وخت کې یې خپل هیواد ته زیات بریالیتوبونه راوړي دي نو هیر مو نه وي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ چټک توپ اچونکي نوین الحق په شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کړه او د افغانستان کرکټ لومړنی چټک توپ اچونکی شو.

نوین الحق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی چټک توپ اچونکی دی چې دا وړتیا خلکو ته ښايي، نوموړي تېره ورځ د لنکا پریمئیر لیګ کې د اوویشتو منډو په بدل کې درې لوبغاړي سوځولي و او د ویکټو سلیزه یې په دې لوبه کې هم پوره کړه.

نوین الحق شپږ اتیا شل اوریزې لوبې لوبوليي، چې ۱۰۱ ویکټې یې اخیستي دي، هغه ۱۷۹۱ توپونه په لوبغاړو ترسره کړي دي کوم چې ۲۳۵۰ منډې یې هم ورکړي دي، په یوه لوبه کې یې د څوارلسو منډو په بدل کې څلور لوبغاړي هم سوځولي دي.

نوین الحق مرید د افغانستان ملي لوبډلې، کولمبو سټارز، لیسټر شایر، سیلهټ تهنډر، ګیانا امازون واریرز، مس عینک نایټس، بند امیر ډریګنز، کنډي ټسکرز او ننګرهار لیپرډس لوبډلو سره لوبې ترسره کړي دي.

هير مو نه وو چې افغان کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی نوین الحق مرید بیا د افغانستان لپاره څورلس نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي او اتلس لوبغاړي یې سوځولي دي، همدا راز په اوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې څوارلس ویکټې هم ترلاسه کړي دي.

Leave a Reply